د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د اوکرایین جمهور رئیس پترو پوروشینکو ته ډاډ ورکړی چې انقره به د پخوا په شان د کریمیا ټاپووزمه د اوکرایین د خاورې د برخې په توګه په رسمیت پیژني.
روسیې د کریمیا ټاپووزمه دوه کاله مخکې په غیر قانوني ډول له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.
د اوکرایین د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر پرون وویل؛ اردوغان په یوه ټلیفوني اړیکي کې پوریشینکو ته څرګنده کړه چې ترکیې د اوکریین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په باب خپل د ملاتړ نه لړزیدونکی دریځ نه دی بدل کړی.
اردوغان زیاته کړې چې انقره به کریمیا په رسمیت و نه پېژني او په هره ممکنه بڼه به د کریمیا له تاتاریانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه ټلیفوني اړیکې له مسکو څخه د اردوغان د سفر نه دوه اوونۍ وروسته ونیول شوه.
له ولادیمیر پوتین سره د اردوغان د لیدنې موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو بېرته جوړول بلل شوي چې تېر کال د ترکیې لخوا د روسي جېټ په راپرزولو خراب شوي وو.