د اتریش محکمې د یوه اوکرایني د استیناف غوښتنه رد کړه

د اتریش د اساسي قانون محکمې د یوه اوکراییني سوداګر دیمیترو فرتاش استیناف غوښتنه رد کړې ده.

فرتاش له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د اداري فساد د تورونو په خاطر یې امریکا ته د بېرته سپارلو په باب نوی نظر وکړي.

ده له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د اتریش او امریکا تر منځ د استرداد یا بېرته سپارلو پرېکړه لیک غیرقانوني وبولي.

د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي چې فرتاش باید په هند کې د تیتانیوم د کان د جواز د ترلاسه کولو په خاطر د اتلس اعشاریه پنځو میلیونو ډالرو بډې ورکولو په خاطر باید امریکا ته وسپارل شي.

۵۱ کلن فرتاش روس اُوکر انرګو د دریو ګډو شرکتونو خاوند دی چې په سویس کې ثبت دي او دغه راز طبیعي ګاز له ترکمنستان نه ختیځې اروپا ته لېږدوي.