یمن کې سلګونه زره کسانو د نوې شورا په ملاتړ لاریون وکړ

د یمن په پلازمینه صنعا کې سلګونه زره کسان نن د هغې شورا په ملاتړ لارو کوڅو ته راوتلي وو چې د ایران پلوې حوثي یاغیانو لخوا د هېواد د اداره کولو لپاره جوړه شوې ده.

لاریون کوونکو ملي بیرغونه رپول او د دغې لس کسیزې شورا په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

دغه شورا تېره میاشت د حوثي یاغیانو او د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د پلویانو لخوا خلکو ته راڅرګنده شوه.

لاریون کوونکو دغه راز په دغه هېواد کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف لخوا بمي بریدونه وغندل.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵ کال د مارچ راهیسي په یمن کې حوثي یاغیان په نښه کړي او په نړیواله سطح د منل شوي ولسمشر عبدالرابو منصور هادي حکومت ملاتړ کوي.

پلازمینه صنعا اوس د حوثي یاغیانو په لاس کې ده.

د دغې نوي واکمني شورا مشر صالح الصمد لاریون کوونکو ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د یوه نوي حکومت د جوړېدو پرېکړه وکړي.

د روانې میاشتې په سر کې په کویټ کې د هادي د حکومت او یاغیانو تر منځ د سولي خبرو تر ځنډیدو وروسته په دغه هېواد کې هوایې بمبارۍ لا ډېرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د دغوبمباریو د پیل راهیسې څه باندې ۶۴۰۰ کسان وژل شوي دي.