د ترکیې پارلمان اسرائیلو سره د روغې جوړې تړون تصویب کړ

د ترکیې پارلمان نن له اسرائیلو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د روغې جوړې یو تړون تصویب کړ.

له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو بیا رغولو ته زمینه برابرېږي.

تېره میاشت تمه وه چې دا تړون ومنل شي، خو د جولای د پنځلسمې نېټې کودتا دا کار وځنډاوه.

د اسرائیلو کابینې له وړاندي دغه تړون منلی دی.

دغه دواړه هېوادونه یو وخت ډېر نژدې متحدین و، خو شپږ کاله وړاندي یې اړیکې وروسته له هغه خرابې شوې چې د اسرائیلو سمندري ځواکونو د ترکیې پر یوې مرسته رسوونکي کښتۍ برید وکړ او لس تنه ترکان په کې ووژل شوه، دغې کښتې د حماس تر کنټرول لاندي غزې تراډي ته مرستي رسولې.

اسرائیل اوس ۲۵ کارې ورځې وخت لري چې د همدې پېښي په تړاو شل میلیونه ډالره جریمه ورکړي.

ترکیې موافقه کړې چې تر دې وروسته به هیڅ اسرائیلي وګړی د هغې پېښي په تړاو له جرمي یا مالي مسؤلیت سره مخامخ شي.

د کیدونکي تړون له مخې به همدا راز د حماس تر کنټرول لاندي غزي تراډې ته تړل شوې سمندري لار پرانستل شي او ترکیه به وکولی شي د اسرائیلو اشداد بندر له لاري په غزې کې فلسطینیانو ته بشري مرستي ورسوي.