نن په کابل کې د کبډي لوبو په وروستي پړاو سیالۍ کې د کابل د ځوانانو ټیم وکړای شول چې د لوګر ټیم ته ماتې ورکړي.
د افغانستان د کبډي لوبو د فدراسیون رئیس محمد فردین ضیایي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل د ځوانانو د کبډي ټیم وتوانېد چې د۸۷ د ۶۷ پر وړاندې لوګر ټیم مات کړي.
د نوموړي په خبره چې له دغو سیالیو ۲۱ تنه غوره لوبغاړي د نړیوالو لوبو په خاطر د افغانستان د کبډي ملي ټیم ته غوره شول.
په دې سیالیو کې ۲۰۰ تنو لوبغاړو په ۱۱ ټیمونو کې له ولایتونو او مرکز څخه ګډون کړی و.