د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د سانچارک ولسوالۍ امنیه قوماندان له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت خبریالانوته وویل چې محمد صادق د سانچارک ولسوالۍ اړوند د مسجد سبز په سیمه کې نن سهار له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ټپي شوی دی.
ښاغلي وحدت زیاتوي چې اوس هم په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.
وسله والو طالبانو جګړه تاییده وي اوادعا کوي چې د سانچارک د امنیه قوماندان په ګډون څلور پولیس یې ټپيان کړي او دوه یې وژلي.