د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د جګړو له امله د کورنیو بېځایه شویو کډوالو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده وي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن ازادي راډیوته وویل که دې ستونزې ته د نړیوالو له خوا رسیده ګي و نه شي، نو ناوړه عواقب به ولري:
"له سوریې وروسته افغانستان د کورنیو بېځایه شویو د شمېر له اړخه دویم ځای لري چې دا حالت واقعاً د اندېښنې وړ دی، که چېرې دا حالت همداسې دوام وکړي، نو دا به ډېرې ناوړه پایلې ولري."
ښاغلي میاخېل زیاته کړه روان کال د جګړو له امله په ټول افغانستان کې ۱۷۰ زره کسانو بې ځایه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په ټول افغانستان کې څه باندې یو میلیون کورني بېځایه شوي کسان په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.