د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې به د "بي ۲۵ " ډوله الوتکو څخه په هغو ځایونو کې استفاده وشي چې هلته د دښمن قوي مرکزونه موجود وي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډیوته وویل یادې الوتکې به د دښمن په ځپلو کې ګټورې تمامېدای شي:
"که چېرې له "بي ۵۲ " ډوله الوتکو څخه کار واخیستل شي، یادې الوتکې کولای شي د دښمن هغې پیاوړې مورچې چې په غرونو او یا له ځمکې لاندې دي د هغو په له منځه وړلو کې به ګټورې تمامې شي."
د امریکا د هوايي ځواکونو رییس ارکان جنرال ډیویډ ګولډفین تېره اوونۍ اعلان وکړه چې د افغان ځواکونو په ملاتړ به په افغانستان کې له بي ۵۲ ډوله الوتکو څخه کار واخیستل شي.
د امریکا د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې دغه الوتکې یو وخت ۲۷ بمونه اوراکټونه له ځان سره وړلای او استعمالوی شي او په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې ورنه استفاده شوې وه.