د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر ایران ته ولاړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د پنجشنبې په ورځ له مخکیني خبر پرته ایران ته ناڅاپي سفر وکړ.

د ترکيې اناتولي اژانس دا خبر ورکړ او ویې ویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د هند د سفر په لاره په ناڅاپي ډول څو ساعته په تهران کې د دغه هېواد له مشرانو سره تېر کړي دي.

اناتولي اژانس د چاووش اوغلو له خولې ویلي چې په تهران کې یې د دغه هېواد له چارواکو سره د سوریې د بحران په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي هم د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په تایید په تهران کې ویلي چې ده د سیمې د وروستیو بدلونونو او د دواړو خواو د اړیکو په باب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره خبرې کړې دي.

تر دې سفر یوه اوونۍ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف انقرې ته تللی و.