د اسلامي سازمان او م.م همکاریو ګډ پلاوی کابل ته ورسېد

د اسلامي سازمان او ملګرو ملتونو یو ګډ پلاوی تېره ورځ کابل ته ولاړ، دې هیئت د خپل درې ورځني سفر په لومړۍ ورځ د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ولمانځله.

د منځني ختیځ او اسیا لپاره د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال راشد خلیکوف وویل، د افغانستان له دریو څخه یوه برخه ولس بشري مرستو ته اړتیا لري، نو پکار ده چې ملګري ملتونه په دې برخه کې لنډمهاله او اوږد مهاله مرستې وکړي.

په دې پلاوي کې د اسلامي سازمان د بشري مرستیو د برخې مرستیال حشام یوسف او د دې سازمان د وجهي صندوق د برخې مسؤل شیخ عبدالعزیز الطایي ژمنه وکړه چې اسلامي سازمان به له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي، خو په دې برخه کې یې ډېر توضیحات ورنه کړل.