د اسلامي دولت ډلې د ماسکو په لمن کې د پولیسو پر یوې پوستې د حملې مسؤلیت منلی دی.
په دې برید کې دوو برید کوونکو برخه اخیستې وه چې دواړه ووژل شول.
د اسلامي دولت ډلې د "اعماق" په نوم د خپل خبرې اژانس له لارې په دې اړه معلومات ورکړې دي.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټه وایي چې دواړه برید کوونکي د چیچنیا وو او دوی په تبر او وسلې د اګست په اوولسمه د پولیسو پر پوستې حمله وکړه.
د روسیې د تحقیقاتو د کمېټې په وینا پولیسو یو برید کوونکی په ډزو وواژه او بل یې د مقاومت پر مهال وویشتل شو.
په دې پېښه کې دوه پولیس هم ټپیان شوي و.