امریکا د سوریې الحسکه ښار ته نوې جنګي الوتکې استولي

امریکا وایي چې په سوریې کې یې داسې جنګي الوتکې ګمارلې دي چې په الحسکه ښار کې د سوریې د حکومت له الوتکو، د امریکا د ځانګړیو ځواکونو او د هغې د متحدانو ساتنه وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جیف ډېویس وویل، امریکایي ځواکونو الحسکه ښار ته نېږدې د هوا له لارې هڅې زیاتې کړي دي او دمشق ته یې خبرداری ورکړی دی، که پر ایتلافي ځواکونو بریدونه وشي له هغو به دفاع وکړي.

جیف ډېویس زیاته کړه چې په دې سیمه کې د امریکایي کمانډو وړې ډلې دي چې د سوریې ډیموکراټ وسله وال د بشار الاسد د رژیم پرضد روزي.

د سوریې حکومتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په الحسکه کې د کردانو تر واک لاندې سیمې بمباري کړې چې له دې امله په زرګونو کسان مجبوره شول چې له دې ښاره ووځي.