خوګیاڼي: د ننګرهار حصارک ته کمانډويي ځواکونه رسېدلي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت حصارک ولسوالۍ کې د دریمې ورځې لپاره هم جګړه روانه ده.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې حصارک ولسوالۍ ته يې کمانډويي او هوايي ځواکونه رسېدلي او په وقفه يي ډول جګړه روانه ده.

خوګياڼي وايي، لا هم ولسوالي د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې ده او په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې ورځې په سهار ازادي راډیو ته ويلي چې د دوی ملګرو حصارک ولسوالۍ نیولې ده او د امنیې قومندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ له دوی سره دي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې هم په لاس راوړي.

خو د ننګرهار ولایتي چارواکي بیا دا ادعا نه مني او په خبره يې په حصارک ولسوالۍ کې دوی برلاسه دي.