ماليي وزارت: بروکسل کنفرانس ته د "ANPDF" سند کار پای ته رسېدلی

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د بروکسل کنفرانس لپاره د افغانستان د ملي پراختیا چوکاټ یا ANPDFپه نوم د سند کار پای ته رسېدلی دی.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمیدعبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل چې دغه سند به په بروکسل کنفرانس کې د افغانستان لومړیتوبه بیان کړي او له مخې به یي نړیواله ټولنه وهڅول شي چې په کومو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دی وايي:

"د افغانستان د ملي پراختیا چوکاټ یا ANPDF زموږ له خوا نهایي شوی په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې استازو سره هم دغه سند شریک شوی دا هغه معتبر سند دی چې موږ یې په بروکسل کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته ښکاره کوو چې په‎کې د افغانستان لومړیتوبو نه دي مشخص شوي دي."

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه چې بروکسل کنفرانس ته د چمتووالي په هدف

په هغو ژمنو هم کار کوي چې له نړیوالې ټولنې سره د فساد د له منځه وړلو او نورو ستونزو او نیمګړتیاوو د اوارولو لپاره شوي دي.