د کندز او بغلان د لویې لارې د خلاصولو لپاره په عملیاتو کې لږ تر لږه ۶۰ وسلهوال طالبان وژل شوي او زخمیان دي.
په بغلان کې شاهین قول اردو د دوهمې لوا قوماندان جنرال عبدالغفار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې جګړه د پشه ییانو له سیمې نیولې د ګرداب ترسیمې پورې رسیدلې ده.
جنرال عبدالغفار وايي چې لږ تر لږه څلور لوی قوماندان پهدې جګړه کې وژل شوي دي.
ښاغلي عبدالغفار زیاته کړه:
"شاوخوا ۲۵ کسان وژل شوي چې څلور یې مهم دي؛ د دوی نومونه په کشفي او استخباراتي راپورونو کې وو ؛ پهدوی کې تر ۳۵ تر ۴۰ کسانو پورې ټپیان هم شته."
جنرال عبدالغفار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ښايي تر نن ورځې د کندز او بغلان لویه لار بېرته پرانیستل شي.
دا لویه لاره د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې تیریږي چې امنیت یې خراب دی . دا لار د دهنه غوري ولسوالۍ له سقوط سره سم، وسلهوالو طالبانو بنده کړه .