بغلان استازي: حکومت د بغلان وضعیت په اړه خلکو ته ریښتیا نه وايي

د بغلان د خلکو یو شمېر استازو ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خلکو ته ریښتیا نه وايي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي شمس الحق بارکزي ازادي راډیو ته پرون وویل چې د دې ولایت امنیت او په‎دې اړه د حکومت بې غوري بغلانیانو ته اندیښنې پیدا کړې دي.

بارکزي څرګنده کړه چې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ وسله‎والو طالبانو نیولې او د مرکزي بغلان، تاله او برفک، بورکه، نهرین او ځینې نورې سیمې هم د سقوط له امکان سره مخامخ دي.