د امریکا بهرنیو چارو وزارت تهران ته ۴۰۰ میلیونه ډالره نغد ورکړل

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په جنورۍ کې یې د یوې عدالتي پرېکړې په نتیجه کې د امریکايي زندانیانو خوشې کولو تر باور وروسته تهران ته ۴۰۰ میلیونه ډالره نغد ورکړل.

دا د جنورۍ پر ۱۷مه د ایران له لوري د زندانیانو خوشې کولو او نغدو پیسو ورکولو تر منځ د تړاو په اړه د امریکا لومړنی ښکاره تصدیق دی.

خو د اوباما حکومت دا تړاو د جمهوري غوښتونکي ګوند غړو تورونو برعکس ښودلي او ویلي یې دي چې پیسې یې په تاوان کې نه بلکې د اغېز یا اثر لپاره کارولې دي چې د ایران له‌خوا د بندیانو خوشې کول باوري کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي تېره شپه وویل، له ۳۶ کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ډېپلوماټيکو اړیکو نشتوالي له کبله د تهران او واشنګټن تر منځ بې باوري وه نو دوی "اندېښنې لرلې چې کېدای شي ایران د بندیانو له خوشې کولو څخه انکاري شي." ده وویل، همدا لامل وو چې "د زندانیانو تر خوشې کولو یې ۴۰۰ میلیونه ډالره ورنه‎کړل."

د کربي بېګانی اقرار د بهرنیو چارو وزارت پخوانیو څرګندونو برخلاف و ځکه چې دوی پخوا دا خبره رد کړې وه چې ګواکې د زندانیانو خوشې کولو او پیسو ورکولو تر منځ تړاو وو.