د امریکا د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش د ادارې يو پخوانی غړی وايي، په ۱۹۹۱میلادي کال په اګسټ مياشت کې د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر ميخايل ګورباچوف د حکومت پرضد د کودتا تر هڅو مخکې په امریکا کې هيچا فکر نهکاوه چې شوروي اتحاد به سقوط وکړي.
نيکولاس برنز چې د سپينۍ ماڼۍ لپاره د شوروي د چارو رئيس و، د امریکا او شوروي اتحاد په ټولو اوو سرمشريزو کې يې حضور درلود، د امريکا د هغه وخت د ادارې له دننه حاله او پالیسيو خبر دی.
دا هغه پاليسۍ وې چې د ۱۹۸۹میلادي کال کې په ختيځه اروپا کې د کمونیسټي نظام او د شوروي اتحاد د ړنګېدو په عکس العمل کې جوړې شوې او په ۱۹۹۱میلادي کال کې يې نتيجه څرګنده شوه.
پر پخواني شوروي اتحاد کودتا
برنز وويل چې د ګورباچوف پرضد د ۱۹۹۱میلادي کال د اګسټ په اتمه او نهمه نېټه کله چې دی په کریميا کې بوخت و او په مسکو کې د کودتاه پلان کوونکو کنټرول ترلاسه کړ، دا د ټولې نړۍ لپاره د شوک غوندې وو.
برنز چې د بوش د ادارې د ملي امنيت شورا غړی هم و د اګسټ د ۲۵مې د کودتا د کليزې په اړه له ازادي راډيو سره خبرې کړي دي.
برنز وايي، واشنګټن د کودتا هڅو ته د سړې جګړې د سايکالوژۍ له کبله حيران پاته شو.
ده د ازادي راډيو له خبري څانګې سره د خبرو پر مهال وويل:
"هېچا د ۱۹۹۱میلادي کال د جولای په لومړې دا فکر نهکاوه چې د همدې کال د ډیسمبر په ۲۵مه به څه وشي. دا يوازې د کودتا له هڅو وروسته څرګنده شوه چې د شوروي سقوط امکان لري."
دی وايي، د کودتا هڅو هغه څه رامخته کړل چې لویديځ ځواکونه ورباندې يوه مياشت مخکې لانه پوهېدل او هغه دا چې شوروي اتحاد د ماتېدو په حال کې وو.
دی وايي، د کودتا له هڅو وروسته ټول پوه شول چې ګورباچوف په سیاسي توګه څومره کمزوری و.
برنز وايي، د کودتا تر هڅو مخکې، د سپينې ماڼۍ د پاليسي ټينګار په ختيځه اروپا کې د کمونېزم پر ماتولو و.
په دغو هېوادونو کې پولنډ، چک سلواکيه، رومانيا، هنګري او ختيځه جرمني شامل وو.
برنز زیاته کړه:
"موږ هيله درلوده چې کمونېزم به سقوط وکړي. خو موږ دا هيله هم درلوده او دعا مو کوله چې دا سقوط به له تاوتريخوالي سره نهوي چې سلګونه او زرګونه کسان ووژل شي."
خو د برنز په وينا، کله چې دا څرګنده شوه چې شوروي اتحاد کمزوری دی، د بوش اداره اندېښمنه شوه چې د تاوتريخوالي په نتيجه کې د شوروي اتحاد ماتېدل ښايي اټمي وسلې د تاوتريخوالي خوښوونکو لاسو ته ولوېږي.