شپږیزه کرکټ لوبه کې مس عینک او امو نهنګان لوبډلې لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ په شپږیزه لوبه کې نن د مس عینک او امو نهنګانو ټیمونه پایلوبې ته د وتلو لپاره لوبه کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، په نننۍ لوبه کې لومړی بیټنګ مس عینک وکړ چې په شلو ټاکل شویو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې امو نهنګانو ټیم ته هدف ټاکلی.

آمو نهنګانو لوبډلې اوس لوبه پیل کړې څو د ۱۸۶ منډو هدف پوره او له کابل بازانو ټیم سره د شپږیزې لیګ فاینل سیالي وکړي.

د سږ کال په یاد لیګ کې کامران اکمل، سکندر رضا، محمد سمیع، محمد اصف، سلمان بټ، خالد لطیف هغه بهرني لوبغاړي وو چې دغو لوبو ته رابلل شوي او په بېلابېلو ټیمونو کې یې لوبې کړي دي.