په کابل ښار کې د یوه ځای پر ځای شوي مقناطيسي ماین په چاودنه کې یو تن ماشوم ټپي شوی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ د جنایي څېړنو رئیس فریدون عبیدي آزادي راډيو ته وویل، پېښه نن له غرمې وروسته د ټرافیکو په څلور لاري کې د ملي اردو د یوه افسر په موټر شوې ده.
ښاغلي عبیدي زیاته کړه:
"د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې چې د ملي اردو د یوه افسر په شخصي موټر شوې د همدې موټر یوه سورلۍ چې ماشوم و، برسېرن ټپي شوی دی. نور کومه مرګ ژوبله نهلري."
ښاغلي عبیدي وویل، د پېښې د هدف د معلومولو او نورو اړخونو د روښانولو لپاره تحقیقات روان دي.