د اسد یا زمري ۲۸مه چې د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کېدو ۹۷مې کلیزې سره برابره ده، په ننګرهار کې دا ورځ د نورو کلونو سره په توپير په ګرمو ولسي او رسمي مراسمو ولمانځل شوه.
په ننګرهار کې د دې جشن مراسم د چهارشنبې له ماښامه پيل شوي وو چې ځوانانو د اور لوبې د ترسره کولو سره دا شپه په مستو اتڼونو او نڅاګانو تېره کړه.
د جشن په سهار د ننګرهار ولايتي چارواکي د غازي امانالله خان مزار ته لاړل او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې د غازي امانالله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د هغه روح تهيې د دعا لاسونه لپه کړل.
د همدې جشن په هدف په جوړه شوې مېله کې چې د جلالاباد په شيرزي لوبغالي کې جوړه شوې وه د ننګرهار والي وویل، د افغانستان مظلوم ولس ستر ارمان په هېواد کې د سولې راتګ دی.
ده زیاته کړه، دغه ارمان ته د رسېدو لپاره پهکار ده چې د غازي امانالله خان پر پل قدم کېږدو.
ښاغلي کندزي زیاته کړه:
"د افغانستان د مظلوم ولس ستر ارمان په هېواد کې د سولې راتګ دی او دې ارمان ته د رسېدو لپاره موږ او تاسو ټولو ته پهکار ده چې ستر غازي امانالله خان پر پل قدم کېږدو او د هېواد ملي ګټو لپاره کار وکړو."
په دې جشن کې د ننګرهار د مختلفو قومونو، ځوانانو ټولنو او د دولتي ادارو لهخوا نمایشونه نندارې ته وړاندې شول.
د جشن ګډونوال خوښ و چې د خپل هېواد د ازادۍ ورځ د سولې په فضا کې لمانځي.
دوی وايي، دا ورځ د ټولو افغانانو لپاره تاریخي ارزښت لري او د دغسې جشنونو په لمانځلو سره د دغې تاريخي ورځې ارزښت باید ژوندی وساتل شي:
"زما نوم زبير دی، د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکی یم موږ دلته راغلي یو چې دا تاریخي ورځ او جشن کې برخه واخلو او دا ورځ په ګرمو مراسمو ولمانځو. موږ په دې جشن کې ګډون کړی خوشاله یم خو زما د ولایتي ادارې نه غوښتنه ده چې غازي امانالله خان افغانستان ته ستر افتخارونه راوړي او د هغه مزار باید په معياري ډول جوړ کړي."
که څه هم په دې جشن کې ځوانانو او لوبغاړو مختلف حرکتونه ترسره کړل خو افغانو نجونو بيا په ترانو کې د غازي امانالله خان لاسته راوړنې او کارنامې په خوږه ژبه ترنم کړې.
راپور: شاه محمود شینواری