د کندز-تخار لویه لار په خاناباد کې د افغان پوځیانو او وسلهوالو مخالفینو تر منځ د نښتو له امله له پرون راهیسې د ټرافیکو په مخ تړل شوې ده.
د کندز د خاناباد ولسوال حیاتالله امیري ازادي راډیو ته وویل وسلهوالو مخالفینو له پرون راهیسې د خاناباد درې پوستې په پرلهپسې حملو کې نیولي دي او لاهم په سیمه کې جګړه روانه ده.
وسلهوال طالبان ادعا کوي چې په خاناباد کې یې ډېرې پوستې نیولي دي.
تر اوسه پورې دواړو لورو ته د وراوښتو تلفاتو په اړه څه نهدي ویل شوي.