یو شمېر افغان شنونکي او تاریخ پوهان وايي، امانالله خان د دې له امله چې د هېواد د پرمختګ لپارهیې پروګرامونه ترتیب او له خلکو سرهیې مینه لرله، د مترقي او روشنفکرو افغانانو مینه ورسره پیدا شوه.
د دې شنونکو او تاریخ پوهانو په نظر، د مدرسو، ملکي او نظامي ښوونځیو جوړول، د نړۍ له هېوادونو سره د یو لړ تړونونو لاسیک کول، د ملي ارشیف، سینما او ټیاټر فعالول، د مطبوعاتو پراختیا چې تر ډېره ځایه پهکې د ښځو علمي او فرهنګي لاسته راوړنې خپرېدلې او په نوې بڼه د تاریخ لیکنې دودول او داسې نور، د شاه امانالله خان په فعالیتونو کې شمېرل کېږي.
د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد حبیبالله پنجشیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې شاه امانالله خان د افغانستان لپاره یو مؤثر شخصیت وباله:
"زه شاه امانالله په هماغه وخت او احوال کې د ټولنې لپاره یو ګټور شخص ګڼم او له یو څو منفي ټکو پرتهیې ستایم. ده غلامي لغوه کړه او دا یو مهم ګام و. شاه امانالله په سیاسي، علمي، نظامي او اقتصادي برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلې."
ښاغلی پنجشیری وايي، د امانالله بله ځانګړتیا دا وه چې د ښځو حقونو او د دوی اساسي ازادۍ تهیې پاملرنه وکړه.
د اساسي قانون د طرحې جوړول چې پهکې له هر ډول تبعیض څخه پرته د نارینه او ښځو حقوق په مساوي توګه ځاې شوي، د امانالله خان بله لاسته راوړنه ده.
امیر امانالله خان د امیر حبیبالله زوی په ۱۸۹۲یم میلادي کال کې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلی و.
د شنونکو په باور امانالله خان له وړکتوبه هوښیار او ځیرک و او تلیې هڅه کوله چې د هېواد د وضعیت په اړه معلومات ولري.
امانالله خان په ۱۹۱۹ میلادي کال د ده د پلار له وژل کېدو وروسته، په کابل کې د سلطنت پر ګدۍ کېناست.
ده چې د انګرېزانو پر وړاندې پاڅون اعلان او د هېواد سیاسي استقلاليې ترلاسه کړ، خلکو ورته د غازي لقب ورکړ.
د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې رئيس عبدالحمید مبارز ازادي راډیو ته وویل، امانالله خان د سلطنت له اعلانولو وروسته خلکو ته خطاب وکړ چې وروسته له دې باید د افغانستان خلک ازاد ژوند وکړي.
ښاغلي مبارز زیاته کړه:
"ده د کابل په مراد خانۍ میدان کې ازادي په دې کلیمو اعلان کړه چې موږ باید نور د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، په خپلو کورنیو او بهرنیو اړیکو کې ازاد واوسو او خلک مو ازاد وي."
امانالله خان د افغانستان د ژورنالېزم پلار محمود طرزي د افکار تر اغېز لاندې و او د همدې له املهیې د هېواد په سیاسي او فرهنګي چارو کې مثبت بدلونونه راوستل.
له دې سره-سره، د شاه امانالله خان ځیني اقدامات لکه د ښځو د حجاب لیرې کېدل، د زدهکړو لپاره بهر ته د نجونو استول او داسې نور، د ځینو کړیو له جدي مخالفت سره مخ شول.
بل افغان لیکوال او څېړونکې حبیبالله رفیع وايي، انګرېزانو د شاه امانالله خان مثبتې هلې ځلې نهشوې زغملې، له همدې املهیې د ده پر وړاندې ځینې کړۍ مخالفتونو ته وهڅولې.
ښاغلي رفیع زیاته کړه:
"کوم اصلاحات چې اعلیحضرت امانالله خان راوړل د افغانستان د پرمختګ لپاره وو. د بېلګې په ډول کله چې امانالله خان د روغتیايي زدهکړو لپاره یو شمېر نجونې د ترکیې اسلامي هېواد ته ولېږلې، انګرېزانو ځینې کړۍ ولمسولې چې ګواکې امانالله خان نجونې بهر ته لېږي او دا یوه بېناموسي ده. په همدې توګه د ځینو متعصبو او مزدورو کړیو لهخوا، لمسونې پیل شوې او له امانالله خان سرهیې مخالفت اعلان کړ."
ښاغلی رفیع وايي، کله چې امانالله خان له دغو مخالفتونو او بلوا سره مخ شو، په ۱۹۲۹میلادي کال کې یې واک پرېښود.
ښاغلي رفیع ټینګار وکړ چې د ازادۍ ساتلو لپاره ځوان کهول ته په کار ده چې زدهکړې وکړي او د هېواد مینه وپالي تر څو د غلیمانو له توطئو باخبره وي.
غازي امانالله خان د ۱۹۶۰ میلادي کال د اپرېل په ۲۶مه په بهر کې ومړ، جنازهیې هېواد ته راولېږدول شوه او په جلالاباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
راپور: خان محمد سیند