د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷مې کلیزې رسمي مراسم پیل شول

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۷مې کلیزې رسمي مراسم نن پیل شول.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه مراسم په کابل کې د دفاع وزارت په محوطه کې د آزادۍ څلي ته د ګلو د ګېډۍ په اېښودلو سره پیل کړل او تمه ده څو شېبې وروسته په دې اړه په ارګ کې وینا وکړي.

افغانستان له نن څخه ۹۷ کاله مخکې له انګرېزانو خپلواکي بېرته ترلاسه کړه او له هغې ورځې راهیسې هر کال دا ورځ په ټول هېواد کې په خاصو مراسمو سره لمانځل کېږي.