دفاع وزارت: افغان پوځیانو ۲۴ عملیاتونه پیل کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو په هغو سیمو کې چې د مخالفینو فعالیتونه زیات دي ۲۴ عملیاتونه پیل کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات اکثره په هلمند، کندز، ننګرهار، بغلان، بادغیس او غور کې روان دي او افغان ځواکونه ښې لاسته راوړنې هم ترې لري.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"موږ یقیناً په هغو سیمو کې چې دښمن فعاله دي خپل عملیاتونه ترسره کوو. د بېلګې په توګه د هلمند په ولسوالیو کې په بغلان، کندز او ځینو نورو سیمو کې موږ خپل عملیات روان کړي دي. موږ ښې لاسته راوړنې هم لرو."

ښاغلي رادمنش وویل، افغان ځواکونه په یادو عملیاتو کې له هوا او ځمکې وسله‎وال مخالفین په نښه کوي او ډېر تمرکز یې دا دی چې ملکیانو ته له مرګ ژوبلې اوښتو پرته سیمې د مخالفینو له وجوده پاکې کړي.

دفاع وزارت په داسې حال کې په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتونو له ترسره کولو خبره کوي چې ویل کېږي په هلمند، کندز، بغلان، غور او ځینو نورو ولایتونو کې وسله‎والو مخالفینو فعالیتونه زیات کړي دي.