پېټ: اوکراین به خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي

په کییف کې د امریکا سفیر وایي چې اوکراین به د دغه هېواد په ختیځ کې له روانو وسله‎والو شخړو خوندي شي او خپلې اقتصادي ستونزې به هوارې کړي.

جیفري پېټ ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې په وروستیو کلونو کې اوکراین له ډېرو ستونزو سلامت راوتلی دی او دغه هېواد به پر اداري فساد هم برلاسه شي.

ښاغلي پېټ زیاته کړه:

"یو پیغام چې ما بیا-بیا په اوکراین کې له خلکو اورېدلی دی، هغه دا دی چې دوی له اداري فساده ستړي شوي دي. دا هغه څه دي چې په اخره کې به د درناوي وړ انقلاب، ځواب ورکوي."

پېټ زیاته کړه چې ۲۰۱۴ میلادي کال د شوروي اتحاد له ړنګېدو راوروسته تر بل هر وخت د اوکراین لپاره سخت و او امریکا د دې لپاره چې اوکراین یو ځل بیا خپله ډېموکراسي ترلاسه کړي، ډیرې هڅې وکړې.

پېټ له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې په اوکراین کې د امریکا سفیر و. اوس دی یونان ته تبدیل شوی او په څو ورځو کې به‌یې په اوکراین کې دنده پای ته ورسېږي.