د تاجکستان ولسمشر پارلمان ته د زندانیانو د بخښلو لایحه استولې

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پارلمان ته د زندانیانو د بخښلو یوه لایحه استولې ده چې له مخې به‌یې تر ۱۲ زره ډېر بندیان خوشې شي.

د تاجکستان ولسمشر د رسنیو څانګې پرون وویل چې د دې نوې لایحې له مخې به تر درې زره ډېر بندیان ازاد شي او تر څلور زره ډېر کسان به چې د بند موده‌یې اوږده شوې ده وبخښل شي.

د ولسمشر د رسنیو دفتر همداراز ویلي دي چې تر پنځه زره ډېر داسې کسان شته چې د هغوی د زندان موده به رالنډه شي.

ښځې، تر شل کلونو لږ عمره کسان، تر پنځه پنځوس کلونو مشران او په جګړو کې برخه اخیستونکي او په پوځي عملیاتو کې ښکېل کسان به هم د لایحې له مخې وبخښل شي.

د جمهوري ریاست په وینا جدي جرمونه لکه قتل، ترورېزم، مذهبي افراطیت او دې ته ورته جرمونه د بخښلو نه‌دي.

د وړاندیز له مخې به دا کسان د تاجکستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ چې د سپټمبر په نهمه ده، خوشې شي.

د تاجکستان پارلمان به چې د ولسمشر د لاس اله ده، دا لایحه تصویب کړي.