کندز کې د یو طالب مشر په ګډون تر ۲۰ ډېر طالبان وژل شوي

چارواکي وایي چې په کندز کې د طالبانو د یوه مهم مشر په ګډون تر شلو ډېر طالبان وژل شوي دي.

د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل چې داسې نه تائید شوي خبرونه‌یې ترلاسه کړي دي چې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د چهارشنبې په ورځ د کندز لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی.

قوماندان جنګل باغ دواړو لورو ته د چهارشنبې د ورځې د تلفاتو په اړه وویل:

"له کشفي ارګانونو څخه چې مو کومې شمېرې ترلاسه کړي دي، د طالبانو ۲۲ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان دي. د امنیتي ځواکونو شپږ ټپیان شوي او دوه تنه هم شهیدان دي."

د کندز په خان‌اباد ولسوالۍ کې د سختو جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.

طالبانو په کندز کې دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‎دي ویلي.