د غور چارواکي هیلهمن دي چې امنیتي ځواکونه به د پسابند ولسوالۍ محاصره ماته کړي.
دا ولسوالۍ چې له نېږدې درې میاشتو راهیسې د دولت وسلهوالو مخالفینو محاصره کړې ده، خلکیې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ازادي راډیو ته وايي:
"د پسابند ولسوالۍ درې میاشتې وشوې چې لارې بندې دي. هېڅ ډول غذایي مواد دې ولسوالۍ ته نهرسېږي. خلک ډېر پرېښانه دي، قیمتونه لوړ شوي دي."
خطیبي زیاتوي چې امنیتي چارواکو په مرکز کې موافقه کړې ده چې دا لیرې پرته ولسوالۍ چې د هلمند له ناکرار ولایت سره ګډه پوله لري، ژر له محاصرې خلاصه کړي.