د مسکو په لمنه کې پر چړو سمبال دوه سړي وروسته له هغې ووژل شول چې د ترافیک پولیسو پر یوې پوستې یې حمله کړې وه.
چارواکو وویل، په دغې پېښه کې چې پرون وشوه د دغې پوستې دوه پولیس سخت ټپیان شوي دي.
یو حمله کوونکی چې په دې بریالی شوی و چې د پولیسو یوه تومانچه لاس ته راوړي، ځای پر ځای ووژل شو او بل چې د پېښې له ځایه تښتېدلی و، وروسته د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.
پولیسو د حمله کوونکو اصلي ټاټوبی د مرکزي اسیا سیمه ښودلې خو د هویت له څرګندولو یې ډډه کړې ده.