ایران تائید کړه چې روسي الوتکې د دوی له خاورې کار اخلي

په ایران کې چارواکو تائید کړه چې روسي جنګي الوتکې د ایران له یوې هوایي اډې کار اخلي خو یوازې د تېلو اچولو په مقصد، او ټینګار کوي چې روسي ځواکونه د ایران په خاوره کې نه‎دي ځای پر ځای شوي.

د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالېسۍ کمېټې مشر علاو الدین بروجردي د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسۍ جنګي الوتکې د ایران د شمال لوېدیځ همدان له ښاره شاوخوا پنځوس کېلو مټره لیرې د شهید نوژې له هوایي اډې کار اخلي.

هغه وویل، د ایران د ملي امنیت عالي شورا روسیې ته اجازه ورکړې چې له دغې هوایي اډې استفاده وکړي.

بروجردي زیاته کړه، روسي ځواکونه د ایران په خاوره کې نه‎دي ځای پر ځای شوي.

په تېرو دو ورځو کې راپورونه خپاره شول چې روسۍ الوتکې د ایران له همدان هوایي ډګره پورته کېږي او په سوریه کې د سخت دریځو اسلامي ډلو پر اهدافو بمباري کوي.

په دغو راپورونو کې نه‌و ویل شوي چې روسیه له کوم هوایي ډګره کار اخلي.

د روسیي دفاع وزارت وویل، یو شمېر «سو ۳۴» ډوله جنګي الوتکې د چهار شنبې په ورځ د ایران له شمال لوېدیځ د همدان له هوایي ډګره پورته شوې چې د سوریې په دیرالزو ولایت کې د سخت دریځو پر مورچلو بمباري وکړي او له بمبارۍ وروسته هم ټولې الوتکې بېرته په مصون ډول راوګرځېدې.

دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې دغه راز وویل چې په دغو بمباریو کې د بهرنیو وسله‎والو په ګډون له یونیم سل زیات سخت دریځي ووژل شول.