انورالحق احدي د سیاستوالو د یوې غونډې پر جوړېدو ټینګار کوي

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر د حکومت د مشرانو ترمنځ سیاسي اختلافاتو ته په کتو د دې ستونزې د حل لپاره د سیاستوالو د یوې غونډې پر جوړېدو ټینګار کوي.

انورالحق احدي نن د هېواد د ازادۍ د بېرته اخېستلو په لمانځ غونډه کې وویل، د روانو ټولو ستونزو لامل، یو کمزوری او نیمګړی مېکانېزم دی چې د ملي یووالي حکومت مشرانو رامنځ ته کړی.

په دې وروستیو کې د ولسمشرمحمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافات زیات شوي او اټکل شوې چې نن به دواړه مشران د دې ستونزو د حل په خاطر له یو بل سره وګوري.