احمدي: روان کال هېواد کې کمه اندازه د کوکنارو کښت اړول شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې روان کال په هېواد کې په کمه اندازه د کوکنارو کښت اړول شوی دی.

په‎دغه وزارت کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي نن خبریالانو ته وویل، کوکنار په هغو سیمو کې کرل شوي چې عملاً په‎کې جنګ روان دی.

ښاغلی احمدي وايي چې تر ډېره په کندهار او هلمند ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې په هلمند کې د جګړو د دوام لامل له جګړې څخه د مخدره موادو د قاچاقبرانو ملاتړ دی.

د راپورونو له مخې سږکال د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله په افغانستان کې په زیاته اندزه کوکنار کرل شوي دي.