د ترکیې په باسفورس Bosphorus کانال کې د یوې بار وړونکي او د ساحلي ساتونکو د یوې کښتۍ د ټکر له امله پر دغه لار د کښتیو تګ راتګ ځنډیدلی دی.
د استانبول چارواکي وایي، په نننۍ پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه ژغورل شوي دي.
تراوسه پهدې اړه معلومات نشته چې دغه ستراتیژیکه لار به څومره موده تړلې وي.
هر کال د نړۍ په سطحه د ټولو تیلو د انتقال د چارو درې فیصده له همدې لارې کیږي.
دا لار دغه راز د غنمو د انتقالاتو یو مهم کانال دی چې توره بحیره او مدیترانه سره نښلوي.