امریکا د المپیک لوبو د جدول په سر کې ځای لري

د امریکا متحده‎ایالات سږ کال په ریو ډې جینیرو کې د المپیک لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

د دغه هېواد لوبغاړي توانیدلي ۸۴ مېډ‌الونه واخلي چې ۲۸ یې د سرو زرو مدالونه دي.

بریتانیا د سرو زرو د ۱۹ مېډالونو په اخېستلو سره دوهم او چین د ۱۷ سرو زرو مېدالونو په لرلو سره په درېیم مقام کې دی.

په وروستیو کې ارمنستان، اوکرایین او صربستان توانیدلي د ریو په المپیک لوبو کې لومړني د سرو زرو مېډالونه ترلاسه کړي.

د سږ کال لوبې چې د اګسټ پر پنځمه پیل شوې، د روانې میاشتې تر یوویشتمې نېټې به په برازیل کې دوام ولري.