د افغانستان صنعتکارانو ټولنې مسؤلین وایي، په هېواد کې د وروستیو ناامنیو زیان تر ډېره د فابریکو خاوندانو ته رسېږي.
د دغې ټولنې مشر شیرباز کمینزاده ازادي راډیو ته وویل چې د نورو ولایتونو تر څنګ اوسمهال په هلمند او بغلان ولایتونو کې جګړه روانه ده، د فابریکو تولیدات ټکني شوي، ځکه د یادو فابریکو خاوندانيې هم اندېښمن کړي دي.
ښاغلي کمینزاده زیاته کړه چې فابریکې په هېواد کې ملي شتمنۍ دي او د یو هېواد له اقتصاد سره خورا زیاته مرسته کولای شي نو حکومت باید دغه شتمنۍ خوندي کړي.