د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په ایران کې د ایکو سازمان غونډه چې د اګسټ پر ۱۶ پیل او ننيې دوهمه ورځ ده، د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ده.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل، په دغه کنفرانس کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې لهخوا د دغې خونې د بهرنيو اړیکو مشر اذرخش حافظي د یوه پلاوي مشري کوي چې د ګډون کوونکو هېوادونو سره به د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبری اترې وکړي.
د ښاغلي پسرلي په خبره په دغې ناسته کې به تر ډېره پر انرژۍ، ګازو او نفتو خبرې وشي.
د یادونې وړ ده چې د ایکو سازمان هدف په سیمه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پراخول دي.