د افغانستان جمهوري ریاست بیا ټینګار کوي ټولې هغه ژمنې به عملي کړي چې له خپل ولس او نړیوالې ټولنې سرهیې کړي دي.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو ژمنو کې د انتخاباتي نظام اصلاح او د لویې جرګې رابلل شامل دي.
ښاغلي مینهپال زیاته کړه:
"حکومت خپلې ټولې هغه ژمنې چې له ولس او نړیوالې ټولنې سرهیې کړي عملي کوي، په دغو ژمنو کې د لویې جرګې رابلل د انتخاباتو د نظام اصلاح شامله ده."
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې له حکومت وغوښتل چې د یوې میاشتې په موده کې د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه راوبولي.
که څه هم د افغانستان جمهوري ریاست د جرګې د جوړېدو ژمنه کوي، خو د وخت په اړهیې څه نهوايي.
د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ سیاسي کړکېچ زیات شوی چې خلکیې اندېښمن کړي دي.