د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پرون سې شنبې دوه تنه مشکوک ترورېستان ونیول شول.
د دې ولایت د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه وايي چې نیول شویو کسانو په پنجوايي ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د وسلهوالو حملو پلانونه جوړول او عملي کول، په لارو کې یې ماینونه ځای پر ځای کول او د خلکو ورځني ژوند تهیې ګواښ مخامخ کړی و.
خبرپاڼه وايي چې دا کسان په کندهار کې د امنیت ریاست په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.