د امریکا متحده ایالات وايي، دا چې مسکو سوریه کې هوايي حملو لپاره د ایران له یوې پوځي هوايي اډې چې همدان نومیږي کار اخلي، د "خواشینۍ وړ" مسئله ده خو "تعحب" نه ورباندې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر پرون سې شنبه وویل، دا چې روسیه په همدان کې د ایران له پوځي هوايي اډې کار اخلي د سوریې په حلب ښار کې د بشري مرستو او د داعش پر ضد مبارزې لپاره د مسکو او واشنګټن د همکارۍ امکان په بشپړ ډول له منځه نهوړي.
خو مارک ټونر ټینګار وکړ چې امریکايي چارواکي تر اوسه له کرملېن سره د داسې همکارۍ د موافقې تر حده نهدي رسېدلي.
ټونر څرګنده کړه چې مسکو په سوریه کې پر هغو منځ لارو ملېشو چې امریکا او متحدانیې ملاتړ کوي، بمباريو ته دوام ورکړی دی.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې مرکز يې په لندن کې دی، پرون څرګنده کړه چې په حلب کې په پرونیو بمباریو کې لږ تر لږه ۱۹ ملکي کسان وژل شوي دي.
د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن وویل چې په دې حملو کې لږ تر لږه ۳ ماشومان وژل شوي دي.
د رامي عبدالرحمن په وینا، دا حملې د روسیې یا د سوریې د حکومت جنګي الوتکې کړي او ګڼ شمېر کسان پهکې زخمیان شوي دي.