په تاجکستان کې د اپوزېسیون د یوې ممنوع اعلان شوې ډلې مشر قربان منانوف چې د اسلامي دولت په نوم د وسلهوالې ډلې د ملاتړ په تور بندي شوی و، په زندان کې مړ شوی دی.
قربان منانوف ۷۳ کلن او په تاجکستان کې د "اسلامي رنسانس" ګوند مشر و .
د ازادې اروپا راډیو تاجکي برخه په تاجکستان د یوې ویبپاڼې "ازاده ګان"په حواله وايي چې منانوف تېره شپه په دوشنبې ښار کې یوه توقیف ځای کې ساه ورکړې ده.
د منانوف د کورنۍ یو شمېر غړو " ازاده ګان" ویبپاڼې ته د هغه د مړینې خبر تائید کړی خو د تاجکستان رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
قربان منانوف پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او سیاسي بللي وو.
د هغه د ګوند پر یو شمېر نورو نیول شویو غړو له ۱۰ تر ۲۵ کلونو زندان حکم شوی دی.