د امریکا مرستیال ولسمشر نن صربیا ته ځي

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن په پام کې لري چې د کوسوو تر سفر دمخه نن صربیا ته ولاړ شي.

دی به د صربیا له ولسمشر او صدراعظم سره او د اګست پر اتلسمه نیټه به د کوسوو له ولسمشر او صدراعظم سره وګوري.

سپیني ماڼۍ تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې دوی به پر کومو مسایلو خبري وکړي، خو تمه کېږي چې جوبایډن به د دواړو هېوادونو پر مشرانو ټینګار وکړي چې د صربیا او کوسوو د اړیکو د سمولو په هدف د اروپایې اتحادیې په منځګړیتوب تړون عملي کړي.

دغه تړون په ۲۰۱۵ کال کې شوی وو.

کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې له صربیا څخه خپله خپلواکي اعلان کړه.

دا یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته د امریکا د مرستیال ولسمشر په توګه د جو بایډن وروستي سفرونه دي.

دی به د اګست پر ۲۲ ترکیې ته او تر هغه وروسته به د دریو بالتیک هېوادونو لکه استونیا ، لاتویا او لیتوانیا له ولسمشرانو سره وګوري.

دغه راز یې د اګست پر ۲۵ سویډن ته سفر پلان کړی دی.