د کرکټ د شپږیږې لیګ سیالیو په لړ کې، نن د امو نهنګانو ټیم د بست ټیم ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې، په سر کې د بست ټیم د بیټینګ پرېکړه وکړه او په شلو اورنو کې يې، د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سیال ټیم ته د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه.
د ښاغلي هوتک په خبره د امو نهنګانو ټیم وکړای شول چې، د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل شوی هدف په ۱۵ اورنو کې پوره او لوبه وګټي.
د یو بل خبر له مخې، د کونړ ولایت د کرکټ بورډ مسولین په یاد ولایت کې د یو معیاري سټیډیوم د جوړېدو خبر ورکوي.
د کونړ د کرکټ بورډ مسؤل صبغت الله حمید ازادي راډیوته وویل چې، دغه سټیډیوم په نړیوالو معیارونو سره جوړ شوی او په یو وخت کې د سلګونو سیلانیانو ظرفیت لري.