د غور د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر ساه ورکړه

د غور سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر چې یوه اوونۍ وړاندې سخت ټپي شوی نن یې ساه ورکړه.

دغور د والي ویاند عبدالحي خطیبي نن ازادي راډیو ته وویل محمد زمان عظیمي د هرات په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه زیاته کړه عظیمي یوه اوونۍ وړاندې د غور په پسابند ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی و.

د غور پسابند ولسوالۍ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو د سختو جګړو شاهده ده.