سرپل کې د نفتو د استخراج چارې درېدلي

د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت د نفتو د استخراج چارې یې درولې دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت نن په یوې خبري غوڼده کې وویل، دغه چارې یې ځکه ځنډولي چې استخراجي کمپنیوو خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړې.

ښاغلي وحدت وايي په کړیو ژمنو کې په کار ځای کې د زرو بېکار کسانو په دندو ګمارل شامل و چې دا کار نه دی شوی.