د سرې میاشتې ټولنه ۴۸ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي

د افغاني سرې میاشتې عالي ټولنه وايي چې ۴۸ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي.

د دغې ټولنې سکرتر جنرال محمد نعیم دیندار نن خبریالانو ته وویل په دې پروګرام کې هغه ماشومان شامل دي چې سوځېدلي او یا یې هډوکي مات شوي وي.

ښاغلي دیندار زیاته کړه دغه ماشومان له ۲۶ ولایتونو څخه دي چې سبا به د درملنې لپاره جرمني ته واستوال شي:

"ټاکل شوې چې په یو ګروپ کې ۴۸ ماشومان چې د ۲۶ ولایتونو اوسېدونکي دي، په خیر جرمني ته واستول شي، د لېږدونکو ماشومانوعمرونه له ۱۱ کلني ښکته دي."

د افغاني سرې میاشتې د عالي ټولنې د معلوماتو له مخې جرمني ډاکټران په یو کال کې دوه ځلې افغانستان ته راځي او له معایناتو وروسته هغوماشومانو ته د درملنې چانس ورکوي چې په افغانستان کې د درملنې امکان نه وي.

ښاغلی دیندار وايي جرمني تراوسه د ۵ زره افغان ماشومانو درملنه کړې.