د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې ۶ تنه د دولت وسلهوالو مخالفانو لهخوا دولت سره د همکارۍ په تور وژل شوي.
د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیت امر محمد غوث مالیار ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کسانو کې ۵ تنه دولتي سرتېري او یو ملکي کس شامل دی.
د امنیت امر وایي، دغه کسان څه موده مخکې د فراه –فرارود پر لویه لار د دولت وسلهوالو مخالفانو لهخوا تښتول شوي و او تېره ورځ د دغه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
په همدي حال کې د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې دوی ته یوازې د دوو تنو مړي رسېدلي چې تېره ورځ په بکوا ولسوالۍ کې وژل شوي و.
تر اوسه د دولت وسلهوالو مخالفانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
په دې وروستیو کې د فراه ولایت د فراه- فرارود لویه لار ناامنه شوې او کله ناکله د دولت د وسلهوالو مخالفانو لهخوا ځیني کسان له موټرونو ښکته شوي دي.