ټرمپ: د داعش ماتولو لپاره به له روسیې سره نېږدې کار وکړم

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ وایي، د داعش د ماتولو لپاره به له روسیې سره له نېږدې کار وکړي.

ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ په اوهایو ایالت کې خپله بهرنۍ پالېسي تشریح کوله دغه راز وویل چې که د امریکا ولسمشر شو هر هغه کس به چې غواړي امریکا ته مهاجر شي، جدي وپلټي.

ټرمپ همدارنګه وویل چې د داعش د ځپلو لپاره به له ناټو سره په مأموریت کې له نېږدې او هماهنګ کار وکړي.

ټرمپ د وینا په یوه برخه کې ولسمشر بارک اوباما د داعش ډلې په پیاوړي کولو تورن کړ.

خو د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن د هغه دا تورونه رد کړل او ویي‌ویل چې ټرمپ په خپلو څرګندونو سره په عراق کې د امریکایي ځواکونو مصونیت له خطر سره مخامخوي.