منګل: ځینې هېوادونه نه‌غواړي چې افغانستان په پښو ودرېږي

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې د جګړې د دوام یو عامل دا دی چې یو شمېر ګاوڼډیان نه‌غواړي چې دا هېواد له اقتصادي پلوه په پښو ودرېږي.

ګلاب منګل دا څرګندونې پرون په میدان وردګو ولایت کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته وکړې.

هغه که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم وانه‎خیست خو ویې‌ویل چې ګاونډیان افغانستان ته د بې‌کیفیته او ارزان بیه موادو په صادرولو سره غواړي چې دا هېواد د تولید لپاره له خپلو ظرفیتونو کار وانه‎خلي.

هغه د هلمند په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو جګړو ته په اشاره وویل چې دغو جګړو په ډېرو هغو سیمو کې زور اخیستی چې په‎کې مهمې بنسټیزې پروژې عملي شوي یا هم پلان شوي دي.