بغلان چارواکي: دهنې غوري او مرکزي بغلان کې عملیات پیلېږي

د بغلان ولایت چارواکي وایي چې ډېر ژر به د دهنې غوري او مرکزي بغلان په ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پیل شي.

د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ځینو سیمو کې تر اوسه جګړې روانې دي او د دهنې غوري ولسوالۍ په هغو سیمو کې د تصفیوي عملیاتو لپاره تیاری نیول کېږي چې طالبانو لاندې کړي دي.

ښاغلي بشارت زیاته کړه:

"موږ اوس د مرکزي بغلان په سیمو کې د بغلان امنیتي ځواکونه او هم مرستندویه ځواکونه لرو. دغه‌راز په هغه سیمه کې چې په دهنې غوري پورې تړلې هلته هم زموږ ځواکونه تیاری لري او ښایي ډېر ژر تغيیرات رامنځته شي."

د بغلان دهنې غوري ولسوالۍ تر پنځو ورځو جګړو وروسته دوه ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده.

له دې سره په یوه وخت وسله‎والو طالبانو د مرکزي بغلان پر ولسوالۍ هم شدیدې حملې پیل کړې.